IQNA

حجةالاسلام ارباب سلیمانی!

 د قرآن نندارتون د قرآني ټولنې د يووالي او همدردۍ نښه ده

5:31 - November 11, 2025
د خبر لمبر: 3491994
ایکنا – د ایران د  اسلامي ارشاد او کلتور وزارت د قرآن او عترت  د څانګې مرستيال د درې دېرشم نړيوال قرآني نندارتون د اهميت يادونه  کړې او ټينګار ېې  کړی چې دا نندارتون بايد د ټولو فعالانو په ګډون ترسره شي، ځکه دا د قرآني ټولنې د يووالي او همغږۍ نښه ده.

د ایکنا د خبريال د راپور له مخې، د اسلامي ارشاد وزارت د قرآن او عترت د عالي مرکز مشر، حجت‌الاسلام حميدرضا ارباب سلیماني، د قرآن نړيوال نندارتون د پخوانیو مسؤلينو او پوهانو د نظرونو د راټولولو په ناسته کې چې د یکشنبې په ورځ، د لړم په اتلسمه نېټه د ارشاد وزارت د قرآن او عترت  دادارې په عالي مرکز کې جوړه شوې وه، څرګنده کړه: دا نندارتون د ایران د  اسلامي جمهوريت له مهمو او ارزښتناکو کلتوري پېښو څخه شمېرل کېږي. هغه زياته کړه چې نننۍ غونډه پخپله د هېواد د قرآني فعالانو د يووالي او همغږۍ يوه بېلګه ده.

هغه وويل: اوسنی نړۍ له درې بنسټیزو بحرانونو سره مخ ده، يعنې سياسي، اخلاقي او اقتصادي بحرانونه، او د دغو ټولو ريښه د اخلاقو په بحران کې ده. د دنيا غوښتنه او د هوس ژوند مينه په ټولنو کې زياته شوې ده، او همدې کار د نړۍ ستونزې ژورې کړې دي.

ارباب سلیماني زياته کړه: تر دې دمه مو نږ اته مشورتي ناستې په عالي مرکز کې ترسره کړې دي او د استادانو او قرآني مديرانو له نظرونو او تجربو مو ګټه اخيستې ده.

هغه د قرآن نندارتون د «د قرآني معارفو د رنګين دسترخوان» په توګه ياد کړ او وې ويل: دا نندارتون يو فرصت دی چې قرآني فعالان خپلې تجربې او لاسته راوړنې له نورو سره شريکې کړي او په کلتوري، هنري او رسنيزو برخو کې خپل آثار وړاندې کړي.

ارباب سلیماني په پای کې ټينګار وکړ: د قرآن نندارتون يوازې يو  نمایشي (تماشايي) پروګرام نه دی، بلکې دا بايد د زده‌کړې، تجربې او د قرآن له معارفو سره د انس ميدان وي. دا د نظرونو ګډه ناسته پخپله د قرآني فعالانو د يووالي نښه ده، او هيله لرو چې د ټولو په همکارۍ سره درې دېرشم نړيوال قرآني نندارتون په غوره ډول ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4315783

captcha